اسلام آباد۔26دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئیلي دي چې قائد اعظم محمد علي جناح د ??اک??تان او ماؤزے تنګ د عصري چین بنياد اېښودلے٬ د ??اک??تان او چین تاریخي اړیکې د متقابل احترام او اعتماد په بنسټ جوړې شوې دي، د ??اک??تان او چین د ټولو موسمونو ستراتیژیک شراکت نوې بامونو ته رسي٬ د نړیوالې سولې او سوكالۍ لپاره ??اک??تان او چین یو ځاے کار کولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د نوموړي چينايي هنرمند او مجسمه ساز ماسټر یوآن شیکم سره د ملاقات او په 25 دسمبر د قائد اعظم او په 26 دسمبر د ماؤزے تنګ د سالګرې مناسبت سره د هغوی د اسكلېچرز (مجسمو) نندارې او هغې څخه د پردې پورته کولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د چيئرمېن ماؤزے تنګ ورېره مادام ماؤ شياؤچنګ هم موجود وه۔ د ماسټر یوآن جوړې كړې شوې د قائد اعظم محمد علي جناح او چيئرمېن ماؤ زے تنګ مجسمو حوالې سره د ځانګړې دستورې اهتمام په 25 دسمبر د قائداعظم او په 26 دسمبر د ماؤزے تنګ سالګرې مناسبت سره وكړے شو۔ وزیراعظم ??اک??تان ته په راتللو ماسټر یوآن ته تود هركلے اووے۔ وزيراعظم د قائد اعظم او چیئرمین ماؤ د مجسمو په جوړولو د ماسټر یوآن مننه او د هغه د فن ستائنه وكړه۔ وزیراعظم وویل چې دا يوه تاريخي دستوره ده ٬ د دواړو لارښودو مجسمې د يوآن د مهارت او پوهې ښكاره ثبوت دي۔ ده وويل قائد اعظم د برصغیر پاک وهند د مسلمانانو مشري كولو سره د نوي اسلامي هېواد ??اک??تان بنياد كېښود۔ د عصري چين په بنياد اېښود??و كښې د چيئرمېن ماؤ مهم كردار ؤ۔ د چيئرمېن ماؤ زے تنګ عزت او احترام د هر ??اک??تانی په زړه کښې دے۔ وزیر اعظم وویل چې د ??اک??تان او چین ترمنځ تاریخي اړیکې د متقابل احترام او اعتماد په بنياد دي٬ چین او ??اک??تان دواړه د پخواني تاریخي میراثونو ساتونکي دي۔ زموږ تمدنونه زرګونه کاله پخواني دي۔ ده وويل د روان کال جون مياشت كښې په شيان كښې كوټا واريئر موزیم ته لاړم كوم چې يوه تاريخي ورثه لري۔ ده ووئيل د ??اک??تان وادي سندھ د پخوانۍ تاریخ مسکن دے۔ په موهنجودړو او هړپه کښې زرګونه کاله پخوانے انساني تاریخ پټ پروت دے۔ ده وويل د چین د وزیر اعظم لی کی چیانګ د ??اک??تان د روان كال دورې سره د د دواړو هېوادونو مثالي اړيكې لا مستحكم شوې٬ د پاكستان او چين د ټولو وختونو ستراتیژیک شراکت نوې بامونو ته رسېدلي دي۔ د نړیوالې سولې او سوكالۍ لپاره ??اک??تان او چین په ګډه کار کولے شي۔ وزیراعظم شهباز شریف وویل د چین-??اک??تان اقتصادي راهدارۍ منصوبې سره د دفاع ٬ دفاعي پېداوار او كركيلې په څانګو كښې همكاري لا پياوړې كيږي۔ پاكستان څخه د كركيلې په څانګه كښې د ګرېجوېټ اولنے بېج چينائي اېګرېكلچر پوهنتونونو كښې تربيه او تحقيق لپاره ډېر زر چين ته روانيږي۔ وزيراعظم د پاكستان د مؤسس قائد اعظم محمد علي جناح او د چيئرمېن ماؤ مجسمې قيمتي ډالۍ وګرځولې۔ ماسټر يوآن دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل پاكستان ته په راتللو ماته زياته خوشحالي شوې ده۔ قائد اعظم محمد علي جناح او چيئمېن ماؤزے تنګ ستر لارښود دي۔ د هغوي قدر او احترام زه د هغوي د مجسمو په جوړولو مجبور كړم۔ ده ووئيل د سي پېك لس كلونو په بشپړ كېدو د دواړو لارښودو مجسمې جوړول ما لپاره د وياړ خبره ده۔ دې څخه وړاندې ده وزيراعظم شهباز شريف ته په خپل لاس جوړې كړې د دواړو لارښودو مجسمې د ډالۍ په توګه وړاندې كړې۔ په دستوره كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطاء تارړ، د وزیراعظم مرستیال طارق فاطمي، په ??اک??تان کښې د چین سفیر جیانګ ژی ډونګ، په چین کښې د پاكستان سفير خلیل هاشمي او نور اعلی چارواکي موجود وو۔
Nguồn bài viết : DG Trực Tuyến